د افغانستان په معاصر تاریخ کې ویاړمنې ورځې کمې نه دي. د هرې دغې ورځې یاد تازه کول او نمانځنه یې دفرد–فرد دنده او وجیبه ده. د ګران هیواد له ویاړمنو ورځو یوه هم د کب ۲۴مه ده. دا هغه ورځ ده چې هراتي ولس پهتش لاس د غلیم پر وړاندې لارو کوڅو ته راوتلل او د دوی د ناولي رژیم پر وړاندې یې د تکبیر نارې پورته کړي.
هو، دوی د کمونستي اشغال پر وړاندې راپارېدلي وو او د هرات په ګډون یې ټول هیواد له دوی پاک غوښت. دکمونستانو ډله ییزه ټول وژنه به د تاریخ په په تور څپرکې کې همداسې پاتې وي او کمونسټي رژیم پلوو ته به تل دعار او ننګ داغ وي. کمونستي رژیم نه یوازې د حق نعره زندۍ نه کړه، بلکه همدې جنایت د حق ناره د هیواد تر درو اوسردرو ورسوله.
د کب ۲۴مې پاڅون دا بیاځلې په ډاګه کړه چې په دې هیواد کې په هېڅ نوم اشغال او پردۍپالنې ته ځای نشته.
د کمونست رژيم له ظلمونو، قتل و غارت څخهد تاریخ پاڼې شرمیږي. په همدغه ورځ کمونست مزدورانو تر ۲۰ زرو ډېرهراتیان په شهادت ورسول. خو دغه قیام مزدور رژیم ته دا ورزده کړه چې د ټانګ او الوتکې په ګډون که د نړې ټول لښکرهم ځان سره یوځای کړئ، نو حق به پر باطل غالبیږي او ډېر ژر. دغو خلکو نه یوازې د مجاهد په نامه قتل و غارت پیلنه کړ، بلکې د اسلام له مقدس دین سره یې جګړه اعلان کړه.
د کب په ۲۴مې د غوریان او زنده جان ولسونه د مزدور رژیم پر ضد راپاڅېدل چې وروسته ورسره نږدې د ټول هراتپرګنې یوځای شوې. دوی تش لاس وو، بس یوازې د الله په مدد راوتي وو. د دوی پر وړاندې د هورا نارې وهونکي او دکور، ډوډۍ، کالي دروغژان شعار پالونکي څو چنده او پر هر ډول نظامي وسلو سمبال وو. دوښمن د ځمکې او هوا لهلارې پر پاڅونوالو ځمکه سره تبۍ کړه.
مجاهدین په څپو شول، د هرات پر څلورو دروازو ننوتل، ګڼې چاوڼۍ یې ونیولې، درې ورځې مبارزه روانه وه، دپاڅونوالو له خوا په ښار کې شپني لیکونه خپاره شول، ترڅو څوک له کوره ونه وځي. له دښمن لوری، لودن ورک شو،مرستندوی ځواک یې وغوښت. دوښمن له هراته تازه دمې قوه هرات ته واستوله او بل خوا له شینډنډ څخه الوتکې پههوا شوې او پر هراتیانو یې درنې بمبارۍ وکړې.
په دغو بریدونو کې شاوخوا ۲۵ زره پاڅونوال شهیدان شول، خو دوښمن ته یې دا روښانه کړه چې افغانستان کې هېڅوخت پردی نه شي ځایېدلی او دا ولس د کفر پر وړاندې پرېکنده دریځ لري.