ډېر لوستل شوي

افغانستان کې د یوناما ماموریت یو کال نور وغځېد

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو هېوادونو د رایو په اکثریت سره افغانستان کې د دغه سازمان د استازولۍ یا یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره هم وغځاوه.

سازمان ویلي چې دوی به په افغانستان خپل ماموریت د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۶مې وغځوي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ددې خبر پخلی کړی او  ویلي یې دي چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د امنیت شورا د یو شمېر غړو هېوادونو استازو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه څرګندونې وکړې.

د چین استازي په دغه غونډه کې وویل: په داسې حال کې چې افغانستان په وروستیو دوه نیمو کلونو کې د داخلي ثبات، اقتصادي پرمختګ او د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا شاهد دی خو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې داسې څه نه دي منعکس شوي او نه هم ترې یادونه کیږي.

 په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د غړي هیواد روسیې یوه استازي افغانستان کې د بشري مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی. نوموړي په پرېکنده ټکو وویل چې په افغانستان کې باید د یوناما حضور سیاسي نه بلکې بشري وي. د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه رسماً پیل شو چې فعالیت یې د هر کال په لومړیو میاشتو  کې د امنیت شورا د غړو هیوادونو په رایو تمدیدیږي.

اړوند خبرونه