په ملګرو ملتونو کې د چین د استازي مرستیال ګنګ شوانګ ویلي چې د امنیت شورا پرېکړه لیک د افغانستان پرمختګونه نه شي منعکسولی.
ښاغلي شوانګ دا خبره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د چین د استازي د مرستیال په وینا، په داسې حال کې چې افغانستان په وروستیو دوه نیمو کلونو کې د داخلي ثبات، اقتصادي پرمختګ او د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا شاهد دی خو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې داسې څه نه دي منعکس شوي.
دغه چینايي ډیپلوماټ له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په شپه د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دایمي غړو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري. دغه هیواد په دې وروستیو کې په بیجینګ کې د میشتي افغان سفیر باورلیک هم منلی دی.