د ٢٠١ خالدبن ولید(رض) قول اردو منسوبینو د روژې میاشتې په درنښت د ننکرهار پوهنتون پر محصلینو روژه ماتیوېشلی دی.
دغو منسوبینو د روژې په رارسېدو ننګرهار ته په خپل سفر کې د ننګرهار پوهنتون د شپه غالي ۲۰۰ تنو محصلینو تهروژه ماتی چمتو کړ.
د یادې قول اردو مسوولین وایي چې له دغه کاره یې موخه د وروولۍ او یووالي رامنځته کول دي. دوی ویلي چې دملي اسلامي اردو ځواکونه شپه او ورځ کوښښ کوي، څو د هیواد ځوانان په ارامه چاپیریال کې خپلو زده کړو ته دوامورکړي.
دغو محصلینو هم له ملي اسلامي اردو خپل ملاتړ اعلان کړی او په وینا یې چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو دامنیتي ځواکونو په منځ کې تفرقه واچوي.