د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله له لوري د دولتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي غونډه وشوه.
دا غونډه د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او ګومارل شوي پلاوي د غړو ترمنخ وشوه.
د دې غونډې په پیل کې د دولتي ادارو یو شمېر موضوعات و ارزول شول او وروسته د ځینو ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د حل په موخه هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې اړینې پرېکړې وشوې. یاده دې شي چې دغه پلاوي تر دې دمخه هم د وظیفوي تداخل د مخنیوي په موخه څو ناستې کړې وې.