ډېر لوستل شوي

مولوي مجاهد: افغان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ هیواد پر ضد نه کاریږي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د پاکستان د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ویلي چې افغان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ هیواد پر وړاندې نه کاریږي.
ښاغلي مجاهد د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي دراني افغانستان کې د پاکستانیو طالبانو د شتون ادعا بابېزه وګڼله.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: په افغانستان کې د بهرنیوخپلسرو ډلو شتون نه منو او افغان خاوره کې د هېڅ خپلسرې ډلې فعالیت ته اجازه نه شته.
مولوي مجاهد وایي چې په دې برخه کې یې پوره هڅې کړي خو دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږده پوله تېره شوې، نو په ځینې برخو کې ناهموارې برخې، غرونه او ځنګلونه شته چې ښایي په دې برخو کې کابو کنټرول ونه لرو.
تازه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ادعا کړې چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا «ټي‌ټي‌پي» پنځه تر شپږ زره غړي شته. د پاکستانۍ رسنیو د راپور له مخې اصف علي دراني چې د پاکستان د سولې مطالعاتو د موسسې له خوا ( د افغانستان سوله او پخلاینه؛ د پاکستان ګټې او د تګلارې انتخابونو) په نوم غونډې ته یې وینا کوله، هند تورن کړی چې افغانستان کې ټي ټي پي تمویلوي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون ادعاوې کړې وې خو افغان حکومت تل د پاکستانیو چارواکو نیوکې بې ځایه ګڼلي.

اړوند خبرونه