ډېر لوستل شوي

پولیسو اکاډمۍ د نوي ۱۴۰۳ کال لپاره د کانکور ازموینه واخیستله

د نوي ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال لپاره له کابو  ۶۴۷۸  ځوانانو  د پولیسو اکاډمۍ د جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه.

ویل کیږي چې له دغو ځوانانو څخه به بریالي کسان په پولیسو اکاډمۍ کې د نوي ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال لپاره جذب او خپلو زده کړو ته به ادامه ورکړي.

ددغې ازموینې د نمانځنې مراسم د کابل پوهنتون د تمیم انصار د په تالار کې جوړ شوي وو چې د کانکور ازموینې ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني سربېره پکې د پولیسو اکاډمۍ تدریسي مرستیال پوهیالی حضرت محمد محمود او د پوهنځیو یو شمیر رئیسانو او استادانو  برخه اخستې وه. د اسلامي امارت له بیاواکمنۍ وروسته دا درېیم ځل دی چې زرګونه داوطلب ځوانان پولیسو اکاډمۍ ته د جذب په موخه د کانکور ازموینه ورکوي.

اړوند خبرونه