د نایجریا پوځي حکومت اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه په دغه هیواد کې نور نه شي اوسېدلی او دوی ورسره پوځي هوکړه لیکونه لغوه کړي دي.
د نایجریا پوځ شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې د هغه وخت ولسمشر محمد بازوم له واک څخه لرې او قدرت یې په لاس کې واخیست.
د دغه هیواد نوي حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې دې امریکایي ځواکونه نه اوسي او شتون یې ناقانوني دی. د پوځ ویاند وایي چې اشغالګرو ته یې هیواد کې ځای نشته او امریکایي ځواکونه دې هم دغه هیواد پرېږدي. نوي حکومت د امریکایانو شتون له ملي ګټو سره په ټکر کې بللی دی.
پوځ د خپل واک په لومړیو کې فرانسوي سرتېري هم له خپل هېواد څخه شړلي او خپل هېواد یې له اشغال څخه خلاص کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په عراق او نورو هیوادونو کې هم له ماتې سره مخ ده او د تېښتې په لټه کې ده.