ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزیر په لومړي ځل نظامي یونیفورم کې راڅرګند شو

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د پاکستاني لوري له هوايي بریدونو وروسته د لومړي ځل لپاره په نظامي یونیفورم کې راڅرګند شو.

ملي دفاع وزارت د مولوي محمدیعقوب مجاهد له انځور سره یوځای په خپل اېکس لیکلي چې د هیواد دفاعي ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي او د هر تېري کوونکي برید ته به ځواب ووایي.

دغه وزارت لیکلي چې امنیتي ځواکونه په هر حالت کې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه کوي او هر ډول سرښندنې ته چمتو دي. دغه وزارت په خپله رسمي اېکس پاڼه ليکلي چې پاکستاني لوري ته یې ځواب ورکړی او د دوی پوستې یې په نښه کړي دي.

بل پلو، بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني لوري له تېري وروسته د دې هیواد شارژدافیر احضار کړی او احتجاجلیک یې هم ورته سپارلی دی.

افغان حکومت په یوه رسمي اعلامیه د پاکستانیو الوتکو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې پر افغان خاورې څرګند تېری بللی دی. د ویلو ده چې پاکستانیو الوتکو نن سهار وختي په خوست او پکتیکا کې درانه هوایي بریدونه وکړل چې اته تنه هیوادوال یې شهیدان کړل.

اړوند خبرونه