ډېر لوستل شوي

پوتین د روسیې ټاکنې وګټلې

د روسیې اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې او په واک کې پاتې شو.

رویټرز د روسیې د ټولټاکنو د رسمي شمېرو پر بنسټ تېره شپه (یکشنبه، کب ۲۷مه) راپور ورکړ چې ښاغلي پوتین د ۸۷ سلنو رایو په ترلاسه کولو سره ټاکنې ګټلي دي.

د رای ورکولو دا لړۍ پرون یکشنبه په درېیمه ورځ پای ته ورسیده.

ټاکل شوې چې ښاغلی پوتین به د شپږو نورو کلنو لپاره د کرملین واګې په لاس کې واخلي.

ښاغلي پوتین د خپلې بریا په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې لویدیځ باید د جګړې او سولې له مخې له روسیې سره تعامل وکړي.

اټکل کیږي، که ولادیمیر پوتین شپږ کاله نور پر قدرت پاتې شي، نو دی به د جوزف سټالین د اوږدې دورې ولسمشرۍ ریکارډ مات کړي.

امريکا، بريتانيا، جرمني او يو شمېر نورو هېوادونو دغه ټاکنې رڼې نه دي ګڼلي او تر ګڼو پوښتنو لاندې یې راوستي دي.

د ویلو ده چې د روسیې ولسمشریزې ټاکنې د تېرې جمعې په ورځ پیل شوې او تر پرون ناوخته یې دوام وکړ. په دې ټاکنو کې پوتین او د هغه دریو سیالانو سیالي وکړه.

اړوند خبرونه