ډېر لوستل شوي

کابینې غونډه؛ د ټرافیکي پېښو د مخنیوي پر طرحې ټینګار وشو

 د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې نولسمه غونډه کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي پر لارو چارو بحث او د یوې طرحې پر رامنځته کولو پرېکړه وشوه.

د کابیني په دې غونډه کې د ترافيکي پېښو د مخنيوي او موټرونو د سرعت کنټرول په اړه تفصيلي بحث وشو او کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د سترې محکمې، ټرانسپورټ او هوایي چلند او ټولګټو وزارتونو سره په ګډه د لویو لارو په اوږدو کې د موټرو د  چټکتیا کچه مالومه او ځانګړې طرحه د ریاست الوزراء مقام سره  شريکه کړي.

بل پلو، په دې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، استخباراتو لوی ریاست او احصایې ملي ادارې څخه چمتو شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د ولسواليو جغرافيوي حدود تثبيت کړي او راپور یې د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي. کابینه په داسې حال کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي پر موضوع بحث کړی چې وړمه ورځ د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یوې بوږنونکې ټرافیکې پېښې لسګونه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

اړوند خبرونه