کورنیو چارو وزارت ویلي چې امنیتي منسوبینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ تنه د غلا، وژنې، اخلاقي فساد او له کوره د تېښتې په تړاو نیولي دي.
ویل کیږي چې دغه مجرمین په فراه، هرات، غزني، ارزګان، سرپل او غور ولایتونو کې نیول شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د غلا په تور په فراه کې پنځه تنه، دوه وسله وال غله په هرات، یو تن د اخلاقي فساد په تړاو په غزني، یو تن د هوایي ډزو او عامه نظم ګډوډولو په تړاو په ارزګان، یوه ښځه د خپل خاوند د وژلو په تړاو په سرپل او یو بل تن د یوې نجلۍ د تښتولو په تړاو په غور کې نیول شوی دی. ورته مهال، د پکتیا ترورېزم سره د مبارزې پولیسو ددې ولایت په بېلابېلو برخو کې یوه اندازه سپکې او درنې وسلې موندلي او ضبط کړي دي.