رویټرز خبري اژانس له پینځو نږدې سرچینو کښلي چې ښایي ولادیمیر پوتین د روان کال په می میاشت کې چین تهولاړ شي.
دا تر شپږم ځل ولسمشریزې بریا وروسته لومړی ځل دی چې پوتین چین ته ځي.
ویل کیږي چې له نوموړي سره به د کرملین نوې رهبري مله وي او د چین د ولسمشر شي جین پېنګ په ګډون به لهلوړپوړو چینایي مشرانو سره وګوري.
ولادیمیر پوتین په داسې حال کې پیکېنګ ته ځي چې تمه ده د چین ولسمشر اروپا ته ولاړ شي. کریملین د نوموړي ددغه سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تر شپږم ځل ولسمشرۍ وروسته دا بهر ته د ولادیمیر پوتین لومړی سفر دی چې په می میاشت کې به یې ترسره کړي.
ولادیمیر پوتین د ۸۷ سلنو رایو په ترلاسه کولو بیاځلې د کریملین واګې په لاس کې اخیستي دي. دی له ۱۹۹۹ میلاديراهیسې د روسیې رهبري په غاړه لري.