د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبر کې ویلي چې د احمدشاه بابا د مور زرغونې انا د مقبرې چارې بشپړې شوي دي.
د زرغونې انا مقبره د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوهک سیمه کې ده چې د بیارغونې چارې یې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې او اوس یې چارې بشپړې شوي.
د کندهار د اطلاعات او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني رسنیو ته ویلي چې ددغې مقبرې ټولې چارې پای ته رسېدلي دي. ویل کیږي چې پر دې پروژې یولس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د اطلاعات او کلتور وزارت له بوديجې ورکول شوي. د یادونې وړ ده چې اوسمهال په کندهار کې د احمدشاه بابا د کور د بیارغونې چارې هم روانې دي چې ډېر ژر به یې چارې بشپړې شي.