ښايي پورته عنوان ځيني لوستونکي او اورېدونکي هېښ کاندي چې د ولادیمیر پوتین نوم څنګه له کرملین یا هم د روسیې له ولسمشریزې ماڼۍ سره غبرګ ذکر شوی او موخه یې څه ده؟
له دغه عنوانه کلي موخه د روسیې د اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین په کریملین کې زیات پاتېدل دي. داسې ویل کیږي چې که اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین شپږ کاله نور هم په واک کې پاتې شي.(مانا د ولسمشرۍ دغه دوره بشپړه کړي.) نو دی به د روسیې یوازینی مشر وي چې تر هر چا زیات د روسیې د مشرۍ واګې په لاس کې اخلي. مانا دی به د دیکتاتور جوزف سټالین ځای ونیسي او د داسې رهبر په توګه به د تاریخ په پاڼو کې ثبت شي چې تر بل هر چا یې زیات وخت روسیه رهبري کړې ده.
په روسیه کې تېره جمعه ولسمشریزې ټولټاکنې پیل شوې او درې ورځې یې په بر کې ونیولې. رویټرز د روسیې د ټولټاکنو د رسمي شمېرو پر بنسټ وړمه شپه (یکشنبه، کب ۲۷مه) راپور ورکړ چې ښاغلي پوتین د ۸۷ سلنو رایو په ترلاسه کولو سره بیاځلې د روسیې ولسمشر شو. ټاکل شوې چې ښاغلی پوتین به د شپږو نورو کلنو لپاره د کرملین واګې په لاس کې واخلي.
د څه باندې ۶۰ سلنو شمېرل شویو رایو له مخې، پوتین په دغو ټاکنو کې د ۸۷ فیصده رایو په ګټلو سره د بلې دورې ګټونکی ګڼل شوی دی.
د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون وايي د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو ۷۰ فیصدو یې د ولسمشرۍ په دغو درې ورځنیو ټاکنو کې خپلې رایې کارولې دي.
۷۱ کلن پوتین له ۲۰۰۰م کال راهیسې یا د روسیې ولسمشر یا هم صدراعظم دی.
په روسیه کې د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو شمېر شاوخوا ۱۱۴ ملیونه و.
د روسیې د ټاکنوې د قانون له مخې هغه نوماندان چې د یو ګوند له ادرسه نه وی راغلي، باید لږ تر لږه د ۵۰۰ پلویانو د یوې ډلې له خوا نوماند شي.
خپلواک نوماند باید د خپلو درې لکه ملاتړو لاسلیکونه راټول کړي.
په هغه ډله کې چې پوتین یې نومولی، د روسیې د واکمن ګوند، متحدې روسې لوړپوړي چارواکي، د روسیې مشهور سینمايي لوبغاړي، سندرغاړي، ورزشکاران او نور عامه شخصیتونه شامل دي. پخوا د روسیې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ د کار موده دوه دورو پورې محدوده وه، خو دا قانون بدل شو او اوس دی کولای شي په ۲۰۳۰ کې هم د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره ځان کاندید کړي.
د پوتین سیالان څوک وو؟
ولادیمیر پویتن د روسیې په روانو ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې د پام وړ سیالان نه درلودل. حتی د ټولټاکنو له پیل وړاندې لا پرېکنده شونتیا وه چې ولادیمیر پوتین به بیاځلې په خپل واک کې پاتې کیږي.
د لبرال ډیموکراتیک ګوند مشر لونید سلوڅکي، د دولتي- ولسي جرګې مرستیال او د نوي خلق ګوند کاندید ولادیسلاو داوانکوف او د ولسي جرګې غړی همداشان د کمونست ګوند کاندید نیکولای خاریتونوف؛ هغه کسان وو چې له ښاغلي پوتین سره یې ټاکنیزې سیالۍ وکړې؛ خو دا درې کسان د پوتین په پرتله هېڅ د پاملرنې وړ نه وو، نه یې چندان محبوبیت درلود او نه یې هم د سیاسي غورځو پورځو شالید تر سترګو کېده. دغه و چې پوتین د دغو سیالانو پر وړاندې په غوڅ اکثریت رایې وګټلې او بیاځلې ولسمشر شو.
داسې ویل کیږي چې پوتین له خپلو سیالانو او اپوزیسیون سره سخت چلند کوي او خپل مخالفین او سیالان نه پرېږدي چې نوموړی له پښو وغورځوي. پوتین په داسې حال کې ځان د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ چې څه کم یوه میاشت مخکې د ده د حکومت تر ټولو مهم منتقد الیکسي ناوالني د روسیې په شمال کې په یوه زندان کې په ناڅاپي توګه مړ شو او د مړیني پر نوعیت یې لا هم چا ته مالومات نشته.
تر دې وړاندې واګنر په خپله الوتکه کې په مرموز ډول مړ او د مرګ نوعیت یې لا هم ډېر څرګند نه دی. نوموړی وروسته له هغه ومړ چې خپلو کرایي عسکرو ته یې د مسکو پر خلاف د تګ امر وکړ او د پوتین پر خلاف یې خپل عسکر پر کریملین ورمارش کړ. دا له مسکو د نوموړي ښکاره بغاوت و چې د مرګ په بیه ورته تمام شو. شنونکي وایي چې اوسمهال ولادیمیر پوتین ته ډګر خالی دی، د نوموړي ډاګیز سیالان او منتقدین یا هم مړه دي، یا په زندان کې او یا هم له هیواده لیرې په جلاوطنۍ کې شپې ورځې سبا کوي.
پوتین څوک دی؟
ولادیمیروویچ پوتین د ۱۹۵۲ کال د اکتوبر په اوومه د هغه وخت شوروي اتحاد په لنینګراد کې زوکړی. دی د کې جي بي پخوانی غړی او له سیاسي او نظامي لوړو ژورو راتېر شوی دی. نوموړي له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د کرملین واګې په لاس کې لري او که چېرې یې اوسنۍ شپږ کلنه ولسمشریزه دوره هم بشپړه کړه، نو لومړی کس به شي چې زیاته موده د کرملین پر څوکۍ پاتې کیږي. پوتین اصلا حقوق لوستي. دی په ۱۹۷۵ کال کې له سنت پترزبورګ پوهنتون څخه فارغ شوی دی. ۱۶ کاله یې د روسیې د جاجوسۍ په دستګاه یا هم کې جي بي کې چوپړ کړی او له ۱۹۹۱ وروسته یې سیاست ته مخه کړه د سړي جګړې د پای په کلونو کې ولسمشر پوتین د هغه مهال په ختیځ جرمني کې د شوروي څارګرې ادارې (کي جي بي) د یوه مهم غړي په حیث دنده ترسره کوله چې د برلین دېوال ونړېد. دی۱۹۹۶ میلادي کې د کابینې غړی شو او له ۱۹۹۹ راهیسې د روسیې رهبري په غاړه لري.
پوتین د لوېدیځ د سترګو اغزی
په سیاسي کړیو او بحثونو کې چې کله هم د ولادیمیر پوتین نوم یادیږي، نو ضرور ورسره د سړي فکر د لوېدیځ پر لور ځغلي. پوتین د بیاځلې واک ته رسېدو وروسته د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په څرګندو ټکو وویل چې له لوېدیځ سره به د جګړې او سولې له مخې تعامل کوي او په دې لاره کې د چا پروا نه ساتي. نوموړي تر دې دمخه هم د اټومي وسلو د کارونې ګواښ کړی و او ویلي یې و چې روسیه ورته له هر څه لومړیتوب لري، که یې ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښیږي؛ نو اټومي وسلو ته به لاس کړي.
نوموړي د روسیې-اوکراین کشمکش ته په نغوتې وویل چی دغه جگړه د روسیې د پوځ د لا سمبالښت په برخه کي یوه ارزښتناکه تجربه ده او د دغه پوځ د ژر تر ژره لا مجهز کیدو او عصري کولو غوښتنه یې وکړه. هغه وویل: (( کله چې د پوځ د تجهیز بحث وي، نو په دې برخه کی هیڅ ډول اقتصادي محدودیت نشته .هیواد او حکومت به یې هر هغه څه چی پوځ ورته ضرورت لري، په اختیار کي ورکړي.))
د لوېدیځ او روسیې ټکر اوسنی نه دی. نظامي شنونکي داسې انګیري چې ښایي دغه کشمکش لا اوږد او په سیمه کې یې اغېزې ترسترګو شي. د اوکراین د شخړو نامالوم برخلیک، اسراییلو کې د امریکا بوختېدل او… هغه مسایل دي چې درېیمې نړیوالې جګړې ته یې بستر هوار کړی دی. باوجود ددې چې لوېدیځ او امریکا پر روسیې ډول ډول بندیزونه لګولي خو دغه هیواد یې نه دی په ګونډو کړی.
روسیه د خپلو مخالفینو د بندیزونو په بدل کې پر بدیلو لارو غور وکړ او د ختیځ بلاک تر ټولو ستر ملګری چین یې له ځانه سره وساته. دا چې غرب او امریکا عملا په اوکراین کې ماته ده، نو ژر ده چې روسیه د اوکراین د ګټې اعلان وکړي او په دې سره امریکا او لوېدیځ یوه بله شرمندګي ومني.
افغانستان او روسیه افغانستان اوسمهال له روسیې سره غوره اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او مسکو په تېرو دوو کلونو کې د کابل تر شا پاتې شوی. بل پلو، د افغانستان اسلامي امارت تل ویلي چې دوی له ټولو هیوادونو سره د متقابل درنښت پر بنا غوره اړیکې غواړي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي. د اسلامي امارت د حاکمانه پالیسۍ او غوره ډیپلوماسۍ په سبب مسکو د افغان حکومت ترڅنګ پاتې شوی او په نړیوالو دریځونو کې یې هم د افغانستان ننګه کړې ده. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو ورځې وړاندې په خپل اېکس ولیکل چې په مسکو کې یې د افغانستان سفارت ته نظامي اتشه ورپېژندلی دی. مسکو او پېکېنګ له نړۍ غوښتي چې د افغانستان اړوند ځمکنیو حقایقو ته په کتو پرېکړې ورکړي او تشه هوا پیمانه نه کړي.