ډېر لوستل شوي

پکتیا کې روان کال شاوخوا څلور زره تنه پولیس له عقیدوي او مسلکي زده کړو فارغ شول

د پکتیا امنیه قومندانۍ وایي چې د روان ۱۴۰۲ کال له پیل تر وروستۍ د سویل ختیځ زون له بېلابېلو روزنیزو مرکزونو څخه ۳ زره او ۹۷۰ تنه پولیس فارغ شوي دي.

ورته مهال د دغه ولایت د اسلامي پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان مولوي سمیع الله خالد وايي، چې یاد شمېر پولیسو ته د وسلو تخنیک، د چک پواینټ اصول، خلکو سره د ښه چلند، لومړنیو طبي مرستو، پر دښمن د عملیاتو د تر سره کولو او ورته نورو اړینو برخو کې اساسي مسلکي او عقیدتي زده کړې ورکړل شوې دي.

ښاغلی خالد زیاتوي چې د پخوا په پرتله اوس پوليس زیات مسلکي شوي او ولس ته د پوره چوپړ جوګه شوي. د ویلو ده، چې په دغه روزنیز مرکز کې د سوېل ختیځو (پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ) ولایتونو پولیسو ته مسلکي او عقیدتي زده کړې ورکړل شوې او په همدغو ولایتونو کې پر دندو وګومارل شول.

اړوند خبرونه