د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن ماخوستن(چهارشنبه، وري لومړۍ) په خپل اېکس ولیکل چېوزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت له شارژدافېرې نتالیا کانتیوالا، د ياد هېواد ځانګړياستازي جان فرانکو پیتروزیلا او مله پلاوي سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې د اسلامي امارت او لوېدیځو هیوادونو د تعامل او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د دوحې پر وروستۍاو راتلونکو ناستو او د ایټالیا پر مرستو بحثونه وشول.
شارژدافیر کوانتیوالا په کابل کې د ایټالیا د سفارت د فعالیتونو د پراخولو يادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې ایټالیاجمهوریت د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ترڅنګ په اقتصادي برخو کې له نړیوال بانک او خپلو شريکانوسره په ګډه کار کوي.
بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي متقي وويل د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سرهمتوازنې اړیکې غواړي او د تعامل دروازې يې د ټولو هېوادونو پر مخ پرانیستې دي.
ښاغلي متقي وویل چې لوېدیځ هم د نړۍ د نورو هیوادونو په شان کولی شي افغان حکومت سره تعامل ته راوړاندېشي.
نوموړي وویل: افغان حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د افغانانو د هوساينې سبب