ډېر لوستل شوي

کورنیو چارو وزیر: د کابل-باکو د اړیکو پراختیا ته هیله‌مند یو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په کتنه کې هیله ښودلې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.

خلیفه سراج الدین حقاني په دغه تعارفي ناسته کې کابل کې د اذربایجان د سفارت پر پرانیستې خوښي وښوده.

د اذربایجان سفیر الهام محمدوف کابل کې د ياد هېواد د سفارت پرانيسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي ګام یاد کړ او په وینا یې چې دواړه هیوادونه ګڼ ګډ دیني او فرهنګي ارزښتونه لري.

محمدوف افغانستان کې شته امنیت او له نشه یي توکو سره مبارزه بریالۍ یاده کړه او دا یې د افغان حکومت لویې لاسته راوړنې وبللې.

الهام محمدوف په داسې حال کې له خلیفه سراج الدین حقاني سره کتلي چې نوموړي تېره ورځ د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې اترې کړې وې.

د ویلو ده چې باکو اوسمهال له کابل سره غوره اقتصادي او سیاسي اړیکي لري. دغه هیواد پروسږکال په خپل هیواد کې افغان ډیپلوماټان هم منلي وو.

اړوند خبرونه