ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت له هېڅ هیواد سره ترینګلې اړیکې نه غواړي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل په خپل اېکس لیکلي چې ددې وزارت مرستیال مولوي رحمت الحق فُضیل پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاوشینګ سرهکتلي دي.

فُضیل په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت له چین سره  اړیکو پراختیا ته ژمن دی او له پېکېنګ سره دوه اړخیزو اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.

نوموړي دغه شان د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د تېري په اړه هم مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي فضیل زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت تګلاره له سیمې سره په خصوصي او له ټولې نړۍ سره په عمومي ډول د مثبتو اړیکو تګلاره ده او نه غواړي، چې هېڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همدارنګه وویل چې افغانستان د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې غواړي له سیمې سره غوره اقتصادي اړیکې ولري. ورته مهال د افغانستان لپاره د چین سفیر په دې ناسته کې وویل چې هیواد یې د افغانستان ثبات د چین او سیمې په ګټه بولي او په دې تړاو به لا ډېرې هڅې وکړي.

اړوند خبرونه