ډېر لوستل شوي

پر ملکي وګړو چاودنه؛ ۱۲ ټپیان او درې تنه پکې شهیدان شوي

د کندهار په لومړۍ حوزه کې د یوې چاودنې له کبله درې تنه شهیدان او ۱۲ نور ټپیان شول.

د کندهار ځایي مسوولین وایي چې دا پېښه نن (پنجشنبه، وري دویمه) سهار اته نیمې بجې د کابل بانک مخې ته رامنځته شوې ده.

ویل کیږي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو شمېر کسان له بانک څخه د پیسو ایستلو په تمه وو. د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي چې له چاودنې وروسته روغتون ته وړل شوي او روغتیا پالانو یې حالت د ډاډ وړ بللی.

اړوند خبرونه