د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د لوګر د مس عینک کان د کیندنې مسوولاېم سي سي شرکت له نوي رئیس سونګ ون بینګ سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې ددې شرکت رئیس ویلي چې د مس عینک تاریخي اثار یوازې د افغانستان نه بلکي د ټول بشریت ګډهپانګه ده.
ښاغلي بینګ زیاته کړې: د چین حکومت له لوري د ځمکې لاندې د مس عینک د کېندنې طرحه بشپړه شوې او اړوندوکلتوري بنسټونو ته په کتو به په ګډه کار وکړي. اېم سي سي شرکت نوي رئیس سونګ ون بینګ زیاتوي چې د مسعینک کان کېندنه به لرغونو اثارو ته په کتو پیل شي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې په خپله کاري برخه کې به د تاريخي اثارو خونديتوب ته پوره پام وکړي.