ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت په کلکه په مسکو کې وروستۍ تروریستی برید وغانده

بهرنیو چارو وزارت په مسکو ښار کې وروستی برید چې خوارجو یې مسوولیت پر غاړه اخیستی، په کلکو ټکو غندلی او دغه برید یې د ټولو انساني اصولو خلاف بللی دی.

د بهرنیو چارو ویاند عبدالقهار بلخي په یوه بیانیه کې چې نن سهار(شنبه، وري ۴مه) خپره شوې، دا برید تروریستي او ناوړه بللی دی.

ښاغلي بلخي زیاته کړه، دې برید په ډاګه وښوده چې د استخباراتي کړیو په لاس کې یوه ډله ده چې موخه یې د اسلام بدنامول دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سیمې هېوادونه باید په دې ډول پېښو کې خپله همغږي لا زیاته، واضح، پرېکنده غبرګون او دریځ له ځانه سره ولري.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا ډول پېښې د سیمې د بې ثباته کولو په موخه ترسره کېږي.

باید وویل شي، چې مسکو ته څېرمه په یوه کنسرت د وسله والو بریدګرو د برید په پایله کې ۴۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان شول. باید وویل شي چې د خوارجو ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

اړوند خبرونه