د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د وروستیو پرمختګونو پهاړه په پاکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست راپور واورېد.
په دغه لیدنه کې په پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب د پاکستان له چارواکو سره دخپلو وروستیو ناستو او لیدنو راپور د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي صاحب سره شریک کړ او د افغانستان او پاکستان د وروستیو پرمختګونو په اړه یې هراړخیز بحثونه وکړل. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دراپور له اورېدو وروسته په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوېوضعیت او اړیکو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده چې پر افغان خاوره د پاکستان تر هوایي تېري وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي.