ماليې وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۲ کال د مالي بندیزونو سربېره د مالي پلان له مخې بریالی او په اقتصادي لحاظ لهلاسته راوړنو ډک وو.
مالیې وزارت تېرکال ملي عواید په رڼه توګه راټول کړل، بودیجه په ګټوره توګه مدیریت شوه او همداشان د دولت ټولعادي او پراختیایي لګښتونه د تېر په پرتله په ټاکلي وخت سره اجرا شوي دي.
ویل کیږي چې تېر کال د ملي بودیجې په مټ یو لړ مهمي اقتصادي پروژې پلي شوي، سوداګرۍ پراختیا ومونده او پهټولیز ډول د تېر کال په پرتله د هیواد اقتصادي وضعیت ښه والی وموند.
بل پلو د افغانستان بانک وایي چې تېرکال ورته له لاسته راوړنو ډک وو او د افغانیو ارزښت پکې ۱۸ سلنه نور هم لوړشوی.