د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د ۱۴۰۳ نوي لمریز کال د رارسېدو په مناسبت د ارګ پهانګړ کې یو نیالګی کېناوه او د هیواد د ښېرازۍ، نېکمرغۍ او هوساینې لپاره یې دعا وکړه.
په دې مراسمو کې د رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند سربېره د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملاعبدالواسع، د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید، د ریاستالوزراء د دفتر لوی ریاست د منابعو او ادارې مرستیال مفتي سید احمد مستقیم او د اسلامي امارت یو شمېر نورومسوولینو ګډون کړی وو.
یاد مراسم د هیوادوالو د خیر او فلاح او د هېواد د هوساینې او زرغونتیا په دعائې سره پای ته ورسېدل