ملي دفاع وزارت په یوه خبر کې ویلي چې په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو څلورمې لوا د درېیم کنډک تخنیکي او مسلکي انجینرانو ګڼ پوځي وسایط رغولي دي.
دغه وزارت ویلي چې دا پوځي وسایط د درېیم کنډک د انجینرانو او منسوبینو له خوا رغول شوي دي.
یاد وزارت ویلي، په دغو وسایطو کې ۱۲ عرادې هاموې ټانګونه، ۱۵ عرادې رنجر، ۱۰ عرادې انټرنېشنل او ۴ عرادې امبولانسونه شامل دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ملي دفاع منسوبینو له مخې بېلابېلو نظامي او پوځي وسایط رغیږي. ملي دفاع وزارت تراوسه په زرګونه وسایط بیارغولي او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي دي.