د تورخم دروازه د پاکستاني امنیتي ځواکونو او د پاکستان د کډوالو ادارې د کارکوونکو ترمنځ تر نښتې وروسته وتړل شوه.
ویل کیږي چې د پاکستاني پولیسو او ملکي مامورینو ترمنځ لفظي شخړه پر فزیکي اوښتې چې په ترڅ کې یې تر۱۳ زیات کسان ټپیان شوي دي.
عین شاهدان وایي چې اوسمهال ګڼ افغان او پاکستاني مسافر د بندې دروازې تر شا ولاړ دي. ددې پېښې په اړه ډېر جزیات نشته او نه هم د دروازې د ژر خلاصون وړاندوینه کېدلی شي.