د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم په یوه ښاري ناسته کې ویلي، چې تمه ده په روان لمریز لېږدیز کال کې تر ۲۶۰۰ زیات پنجشیري ځوانان د اسلامي ملي اردو او پولیسو لیکو ته جذب شي.
ښاغلی حکیم زیاتوي چې د اسلامي امارت د مشرانو په لارښونه به د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال لپاره دوه زره تنه د پولیسو، ۶۰۰ تنه به د اسلامي ملي اردو نظامي لیکو او ۸۰ نور پنجشیري ځوانان به ملکي بستونو ته جذب شي.
په دغه ناسته کې چې د بازارک ښاروالۍ له لوري جوړه شوې وه، ددې ولایت مشرانو او ځوانانو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ ښودلی دی.
دوی د دولت او ولس مخامخ اړیکې او همکاري اړینه بللې ده.
د ویلو ده چې اوسمهال په پنجشیر کې بشپړ امنیت دی او هېڅ ډول امنیتي ګواښ پکې نه لیدل کیږي.