د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په کابل ښار کې د دوو انسان تښتوونکو د وژلو خبر ورکړی دی.
ښاغلی ځدراڼ وایي چې دغو انسان تښتوونکو د ګزمې پرمهال پر پولیسو ډزې کړي چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه انسان تښتوونکي ووژل شول.
د نوموړي په خبره، انسان تښتوونکي درې تنه وو چې دوه یې وژل شوي او یو یې په تېښته بریالی شو.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د انسان تښتوونکو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو مبارزه ګړندۍ شوې چې ورسره د اختطاف پېښو ګراف هم صفر ته راټيټ شوی.