ډېر لوستل شوي

روسی ګرځندوی: له څلوېښتو کلنو ناامنیو وروسته افغانستان ته بیاځلې راستون شوم

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپل اېکس لیکلي چې اوو تنو روسي ګرځندویانو د هرات له تاریخي او تفریحي ځایونو لیدنه وکړه.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی آمر مولوي رحمت‌الله محمدي وايي: سيلانيان کولای شي په ارام زړه دې ولايت ته سفر وکړي او د تاريخي او سياحتي ځايونو له ليدو خوند واخلي.

ښاغلی محمدي زیاتوي چې د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست سېلانیانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په هڅه کې دی.

د سيلانيانو له ډلې نکراسوف وويل: ۴۰ کاله وړاندې افغانستان ته راغلی وم، خو له ۴۰ کلنو ناامنیو وروسته ونه توانېدم چې بیاځلې افغانستان ته راوګرځم.

نوموړی زیاتوي: اوس چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن دی، نو امنیت د ډاډ وړ او پرته له کومې وېرې افغانستان ته راغلم. ښاغلی نکراسوف وایي چې خوښ دی افغانستان ته راغلی او د دغه هیواد له بېلابېلو تاریخي ځایونو لیدنه کوي. یاده دې شي چې د هرات د ګرځندوی امریت وایي چې د تېر کال په پرتله دې ولایت ته د سېلانیانو په راتګ کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

اړوند خبرونه