ډېر لوستل شوي

هراتي مسوولین: تېرو دوو کلونو کې مو تر ۵۰۰ زیات تاریخي اثار راټول کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې په هرات کې د تېرو دوو کلونو په لړ کې ۵۱۵ تاریخي اثار راټول شوي دي.

دغه وزارت د هرات ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له قوله خبر ورکړی، چې ددغو تاریخي اثارو له ډلې ۲۱۵ قلمه د یاد ریاست موزیم ته سپارل شوي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، شاوخوا ۳۰۰ قلمي اثار چې خورا ښه تاریخي مخینه لري، د خلکو له خوا هرات موزیم ته سپارل شوي.

ورته مهال د اسلامي امارت په بیاراتګ سره د ګڼو تاریخي اثارو د قاچاق مخه هم نیول شوې ده.

دغه شان د افغان حکومت له خوا د تاریخي اثارو له بیارغونې سره هیواد ته ګڼ ګرځندویان رامات شوي دي.

اړوند خبرونه