د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل چهاردهي سیمې له یو شمېر مخورو او علماوو سره په کتنه کې ویلي چې اسلامي امارت هڅه کوي، څو د کابل د اوبو د کمښت ستونزې هواره کړي.
ارګ په خپله اېکس پاڼه پرون(یکشنبه، وري ۵مه) ولیکل چې مولوي عبدالکبیر د چهاردهي له مشرانو سره کتلي دي. ارګ لیکي چې مولوي عبدالکبیر دغو مشرانو ته د اوبو د کمښت د حل ژمنه ورکړې او په وینا یې چې اسلامي امارت هڅه کوي له ملي بودیجې څخه د کابل د اوبو سرچینو مدیریت او رغونه پیل کړي.
د نوموړي په وینا د اوبو کمښت ستونز جدي ده او په دغه برخه کې له مرستندویو بنسټونو او همکارو هیوادونو هم مرسته غوښتل شوې ده.
بلخوا په دې کتنه کې دغو مخورو او علماوو د کابل په چهاردهي سیمه کې د ماسټر پلان مطابق د پراختیايي چارو د پیل غوښتنې تر څنګ د څښاک پاکو اوبو ستونزې ته د حل غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د اسلامي امارت مشرانو وویل چې هڅه کوي، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروسه پیل کړي.