د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د بېړني اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لومړي پریکړه لیک د تصویب هرکلی کړی دی.
دغه وزارت نن ( سه شنبه، وري ۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.
په اعلامیه کې په فلسطین کې پر تلپاتي اوربند، د صهیونستو ځواکونو د ویستلو، په غزه کې د بشري مرستو د رسولو، د بې ځایه شویو فلسطینیانو د بیا میشتیدنې، د غزې د تړانګې د بیارغونې او د یادې تړانګې د کلابندۍ پر پای ته رسولو ټینګار شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه پریکړه لیک باید ژر تر ژره عملي شي.
دغه وزارت د امنیت شورا له نفوذ لرونکو غړو وغوښتل چې په فلسطین کې د ټول وژنې د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر غزې تړانګې د صهیونستو تر شاوخوا شپږو میاشتو بریدونو وروسته په لومړي ځل په دغه جګړه ځپلي ښار کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ.