ډېر لوستل شوي

ختیځ زون کې د نیمه ګرانبیه ډبرو د پلور بازار پرانیستل شو

 د هیواد په ختیځ زون کې د لومړي ځل لپاره د نیمه ګرانبیه ډبرو د پلور بازار پرانیستل شوی.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن اریوبي له لوري د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د کرومایټ، نفرایټ او سرپنټین نېمه‌ ګرانبیه ډبرو د ازاد پلور بازار پرانیستل شو.

وزارت زیاتوي چې دغه بازار یې د کان کیندونکو د نېمه‌ګرانبیه ډبرو د پلور په موخه جوړ کړی دی.

دا وزارت په پلان کې لري، څو د هیواد په نورو زونونو او ولایتونو کې هم د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور بازارونه ایجاد کړي.

وزارت دا اقدام د دغو ډبرو د پلور اساني او د قاچاق مخنیوی بولي.

اړوند خبرونه