د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه وزارت د رهبري او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(اف، اې،او) ترمنځ د همغږۍ دناستې خبر ورکړی دی.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخندزاده پهیوه ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونود خوړو او کرنې سازمان( اف، اې،او) له رئيس ریچارد ترینچارد سره ددواړو لورو ترمنځ د ګډې همغږي او همکاري په هکله بحثونه او خبرې اترې کړي دي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه ناسته کې هیواد کې پر وروستیو پرلپسو وچکالیو، اقلیمي بدلونونو او نوروموضوعاتو خبرې کړي دي. مولوي منصور د اوبو او انرژي وزارت او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د اوبو په سکتور کې دګډې همکاري د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د دې همکاریو د لا بهترولو لپاره د همغږۍ زیاتولوته اړتیا ده.
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان رئيس هم په مرکز او ولایتونو کې د همغږي او تخنیکي همکاريپياوړتیا د اوبو د مدیریت پروژو د پلي کولو په برخه کې ګټور او اغېزمن وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې دغه سازمان چمتودی چې د اوبو سکتور د چارو په پرمخ وړلو کې د اوبو او انرژي وزارت سره په همغږي او ګډه توګه همکاري وکړي.