د وسپنې پټلۍ ادارې په یوه خبر کې ویلي چې دغې ادارې د تېر ۱۴۰۲ کال کب میاشت کې د هېواد د بېلابېلو وسپنېپټلیو له لارې ۳۵۸۷۳۹ زره مټریک ټنو صادرات او واردات ترسره کړي دي.
یادې ادارې ویلي، چې په دې موده کې د حیرتان وسپنې پټلۍ له لارې (۲۹۵۰۳۳) ټنه، د اقینې وسپنې پټلۍ له لارې(۲۵۶۹۹) ټنه، د تورغونډۍ وسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۰۷۲) ټنه او د خواف–هرات وسپنې پټلۍ له لارې (۳۹۳۵) ټنه دنفتي او غیري نفتي او نورو توکو صادرات او واردات تر سره شوي.
د وسپنې پټلۍ ادارې دغه راز زیاته کړې، چې په یاده میاشت کې (۴۸۵۴) مټریک ټنه ټرانزېټ او صادرات هم بهرنیوهیوادونو ته ترسره شوي دي. دغه اداره وایي چې له هیواده په لویه کچه وچه مېوه او د آنارو جوس صادر شوي.
وسپنې پټلۍ ادارې ژمنه کړې چې د خپلو لیکو پر زیاتولو غور کوي او سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.