کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې مشر اندریکا را توات د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکیبر سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې د یوناما د بشري چارو مرستیال او د بشري او پراختیایي ټولنې مشر د کاسا زر سیمهییزې پروژې دپيل برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي.
دوی دغه په افغانستان له پانګونې په کلکه ملاتړ کړی.
په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال زیاته کړه چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې په موخه له افغانحکومت او نړیوالو سره خبرې کوي، څو افغانستان کې بانکي خنډونه لیري شي.
بل پلو، د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې د اسیا پراختیایي بانک او نور بنسټونه دې پهافغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.