د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو د چینایي انجینرانو پر وژنې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه.
یاد وزارت دا ډول پېښې د سیمهییزو همکاریو د کمزوري کولو هڅې بللې دي.
بهرنیو چارو وزارت لیکي: د سیمې هېوادونه باید اجازه ورنه کړي، چې د سیمهییزې همکارۍ مخالفین د سیمې نا امنه کولو سره خپلو موخو ته ورسېږي.
تېره ورځ د خیبر پښتونخوا شانګلې کې پرچینایي انجینرانو یوه برید پینځه تنه انجینران ووژل. د برېښناغځونې د پروژې دغې تطبیقونکې موسسې تر برید وروسته په سیمه کې د خپل کار د درولو اعلان هم وکړ.
ویل کيږي چې په دغه پېښه کې د پینځو انجینرانو په ګډون دوه موټروانان وژل شوي. لا هم کومې ډلې ددې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.