بریتانوي چارواکو د دغه هېواد د پخوانیو سرتېرو وزیر جاني مرسر ته لس ورځې وخت ورکړی، څو ټولې هغه سرچینې روښانه کړي، کومو کې چې بریتانوي سرتېرو په افغانستان کې جنګي جرمونه ترسره کړي دي.
د ګارډین په قول د افغانستان لپاره د څېړنو مشر هاډون کیو خبرداری ورکړی چې که مرسر د دغو سرچینو نومونه ونه ښیي نو ښایي له زندان سره مخه شي.
تېره میاشت، یاد وزیر د ۲۰۱۰-۲۰۱۳ کلونو په بر کې د هغو جنایتونو په سپړنه کې لټي کړې وه چې افغانستان کې یې بې ګناه وګړي په شهادت رسولي. د ویلو ده چې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا په قومنده د ناټو غړو هیوادونو په افغانستان کې بېشمېره جنګي جرمونه کړي، خو لا هم هېڅ هېواد تورن کسان په ښکاره نه دي محاکمه کړي.