د هلمند ځایي مسوولین وایي چې ددې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې توپانونو او چټکو بادونو ۲۵ کورونه زیانمنکړي دي.
ویل کیږي چې نن(چهارشنبه، وري اتمه) د هلمند مارجې کې بادونو دغو کورونو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافط عبدالباري راشد وایې: تېره شپه د مارجې ولسوالۍ مشترک بازار دښتيسیمه کې توپاني بادونو ۲۵ کورونو ته درانه زیانونه اړولي دي.
ویل کیږي چې په یاده سیمه کې د ملکي وګړو ۲۰۱ لمریزې سولرې ماتې شوي دي.
د ویلو ده چې دغو توپانونو د مارجې اوسېدونکو ته تر یو میلیون زیات زیان اړولی دی.