د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړېوال سازمان عمومي رئیس ډاکتر تدروس ادهانم ګبریس او سیمه ییزې مشرې حنان بلخي سره د یوه ویډیویي کنفرانس په وسیله غونډه کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په نغوتې ویلي چې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي نږدې په ټول افغانستان کې له منځه تللې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړېوال سازمان له مسوولینو غوښتي، چې د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا، مجهزو لابراتوارونو د نصب، د هېواد په لرې سیمو کې د روغتیایي مرکزونو د ایجاد، د روغتیا برخې د متخصصینو د مسلکي ظرفیت لوړولو او په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې مجهز روغتون جوړولو په برخه کې همکاري وکړي. په دې ويډيو کنفرانس کې د روغتیا نړېوال سازمان رئیس پولیو ناروغي د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ بللې. نوموړي همداراز ویلي چې نړیوال روغتیایي سازمان په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د خپلو فعالیتونو د غځولو غوښتونکی دی، نو په دې دلیل له یاد سازمان سره د اسلامي امارت د هراړخېزې همکارۍ اړتیا ده.