ډېر لوستل شوي

امنيتي ځواکونو اوبو کې ایسار وګړي ژغورلي

د هلمند ځایي مسوولین وایي چې ددې ولایت په موسی کلا او او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو له لوري په اوبو کې بند ولسي وګړو ژغورل شوي دي.

ویل کیږي چې دا کسان پرون مازیګر(چهارشنبه، وري اتمه) وژغورل شول.

د راپورونو له مخې پرونیو اورښتونو هلمند کې ګڼ سېلابونه بهولي چې له وجې یې ځیني کورونه زیانمن شوي هم دي.

د یو بل خبر له مخې، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې پرونیو توپانونو او چټکو بادونو ۲۵ کورونه زیانمن کړي دي. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافط عبدالباري راشد وایې چې وړمه شپه په مارجې ولسوالۍ کې د ۲۵ کورونو لمریزې هندارې ماتې کړي او ددې ولسوالۍ اوسېدونکو  ته یې تر یو میلیون افغانیو زیات تاوان اړولی دی.

اړوند خبرونه