د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران وایي، چې یوټیوبر همایون افغان د یوې مېرمنې د کورنۍ د شکایت له امله اړوند حوزې ته وربلل شوی دی.
امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ زیاتوي: همایون افغان د یوې سپین سرې مېرمنې سره مرکه کړې، تر خپرېدو وروسته د یادې مېرمنې کورنۍ اړوند حوزې ته شکایت کړی، چې ګواکي ښاغلي افغان د ویډیو له خپرېدو د مخه د دوی اجازه نه ده اخیستې.
ځدراڼ زیاتوي: ښاغلی همایون افغان یو پیاوړی ژورنالېست دی او تر دې دمه یې رسنیز اصول او ارزښتونه مراعات کړي خو په خپل یو راپور کې د یوې سپین سرې مېرمن سره تر مرکې وروسته حوزې ته بلل شوی دی.
خالد ځدراڼ زیاتوي چې د موضوع د ژر حل غوښتونکي دي او د دواړو لوریو ترمنځ به توافق ته ورسیږي.
ښاغلي ځدراڼ تمه ښودلې چې په دې تړاو له بابېزو اوازو ډډه وشي.