د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د مس عینک کان قراردادي کمپنۍ لهرئیس ښاغلي سانګ سره وکتل.
د یادې کمپنۍ رئیس د مس عینک پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه مالومات وړاندې کړل او همداشان یې خپلکاري پلانونه او وړاندیزونه له شیخ شهاب الدین دلاور سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د رئیس د وړاندیزونو او کاري پلانونو له اورېدو وروسته د دې پروژې د کار دچټکتیا او په نږدې راتلونکې کې د عملي کار د پیل غوښتنه وکړه او لازمې لارښوونې یې وکړې.
د ویلو ده چې د مس عینک کان قراردادي پروژې کمپنۍ تر دې وړاندې لرغونو اثارو د خوندیتوب په نظر کې نیولو سرهددې کان د کارونو پر چټکتیا ټینګار کړی وو.