دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي چې ځانګړي قطعاتو ۱۳۳۸ تنه منسوبین فارغ کړي دي.
دا منسوبین نن(جمعه، وري لسمه) په یو شمېر ځانګړو مراسمو کې فارغ شول چې په فراغت غونډه کې یې ګڼو حکومتي چارواکو برخه اخیستې وه.
د دې فرقې مسوولینو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې داسې یو غښتلی او منظم پوځ به وروزي چې د اسلامي نظام او هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه به کولی شي.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت نویو فارغ شویو ځواکونو ته په خبرو کې وویل: کوم امنیت او سوله چې اوس په هېواد کې حاکمه ده ستاسو برکت دی؛ ټول مشران او د هېواد وګړي ستاسو په احساساتو او سرښندنو وياړي.
د يادو فارغانو له جملې څخه ۹۸۷ تنه له لومړنیو زده کړو او ۴۴۹ تنه د تخصصي څانګې څخه فارغ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د اسلامي ملي اردو روزنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او په دې اواخرو کې یې په لسګونو زرو منسوبین فارغ کړي دي.