ډېر لوستل شوي

ایران خپل سفیر، له بې حجابې خبریالې سره تر مرکې وروسته شړلی

د ایران ایرنا خبري اژانس وایي چې په اذربایجان کې د هغه هیواد سفیر عباس موسوي له یوې ښځینه خبریالې سره له مرکې وروسته له دندې ګوښه شوی دی.

ښاغلی عباس وروسته له هغه بې دندې شو چې نوموړي په باکو کې له یوې بې حجابې مېرمنې سره ټلویزیوني مرکه ثبت کړه. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د رپوټ له مخې، ایران به په اذربایجان کې ډېر ژر نوی سفیر وټاکي.

ایراني رسنیو له دغې خبریالې سره د موسوي مرکه د ایران اسلامي جمهوریت ارزښتونو ته سپکاوی بللی او نوموړی یې له دندې لیري کړی.

ایران تېره جمعه وویل چې موسوي په باکو کې د خپل سفیر په توګه نه مني او هلته به ډېر ژر نوی سفیر واستوي.

بل پلو، ایرنا وایي چې اذربایجان به هم ډېر ژر په تهران کې خپل سفارت بیاځلې پرانیزي. ویل کیږي چې دغه سفارت له یوه وسله وال برید وروسته خپل فعالیتونه وتړل.

په هغه انځورونو کې چې په خواله رسنیو خپريږي، موسوي له بې ټیکري او لنډلمنې خبریالې سره لیدل کیږي چې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي او ولسمشر ابراهیم رییسي تر عسکونو لاندې ولاړ دي.

اړوند خبرونه