سټنډرډ ملي ادارې په یوه خبر کې ویلي چې ایران ته یې دا ځل له بې کاره نفتو ډک ۲۰ ټانکره تېل ورګرځولي دي.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د فراه ٧٨ میل (شیخ ابو نصر فراهي) له لارې يې ۲۰ ټانکره هغه تېل مسترد کړي چې ددې ادارې له سټنډرډونو سره یې سمون نه خوړ.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. دغې ادارې یوځل بیا پر ټولو سوداګرو غږ کړی چې هیواد ته باکیفیته توکي وارد کړي، کنه له ورته برخلیک سره به مخ شي.