ډېر لوستل شوي

مفتي عبدالله عزام د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس ټاکل شوی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر لپاره مفتي عبدالله عزام د نوي عمومي رئیس په توګه ورپېژندل شوی دی. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام  په حکم، مفتي عبدالله عزام د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس په توګه د یاد معاونیت رييسانو، مرستیالانو او آمرینو ته ورپېژندل شوی او نن(یکشنبه، وري ۱۲مه) یې په رسمي ډول پر کار پيل وکړ.  رییس، مفتي عزام د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت د مقام له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې ورسپارل شوې دندې به په پوره امانتدارۍ سره ترسره کوي. نوموړي ویلي چې موخو ته د رسېدو په لار کې به له هېڅ هڅې درېغ ونه کړي

اړوند خبرونه