د پاکستان کرکټ بورډ بیاځلې بابر اعظم ددې لوبډلې لوبدلمشر ټاکلی. د خبر له مخې نوموړی به په شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو کې د پاکستانۍ لوبډلې مشري په غاړه واخلي.
تر دې وړاندې تېره نومبر میاشت کې د غوراوي کمیټې شاهین شاه افریدی د شل اوریزو او شان مسعود د ټېسټ سیالیو د لوبډلمشرانو په توګه غوره کړي وو.
شاهین شاه د تېرو څو میاشتو مېلمه لوبډلمشر و چې اوس شړل شوی.
د شاهین شاه افریدي ژر لېرې کېدو هم غبرګونونه پارولي دي. بل پلو، شان مسعود له اسټرالیا تر بترو لوبو وروسته پر خپلې وینا پښېمانه شوی. نوموړي ویلي و چې اسټرالیا کې به تاریخ جوړوي او لوبډله به تېر برم ته ستنوي. د ویلو ده چې د پاکستان ۲۹ لوبغاړي اوسمهال د پوځ تر روزنې لاندې دي. دا لوبډله په تېر نړیوال جام کې د افغانستان په لاس تر ماتې وروسته له ځوړ سره مخ شوې.