دفاع وزارت وایي چې دا ځل یې د ۳۵۰ پنجشیري او بغلاني ځوانانو په ګډون، د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۹۸۵ تنه ځوان منسوبین فارغ کړي دي.
یاد ۹۸۵ ځوان منسوبین د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو له څلور میاشتنیو عقیدوي او مسلکي زده کړو فارغ او چوپړ ته چمتو شول.
دغو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د تعلیماتو او پرسونل مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي، د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله مدني، ګڼ شمېر رئیسانو مسوولینو او منسوبینوګډون کړی وو.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور یادو فارغینو ته په وینا کې وویل: موږ داسې غونډه کې راټول یو، له کوم ځای څخه چې زموږ د هیوادوالو عزت د پردیو په لمسون لوټل کیده. لله الحمد اوس دلته د هیواد او ملت ساتنې لپاره منسوبین روزل کیږي. شیخ انور په خپله وینا کې د عصري وسلو پر لرلو ټینګار وکړ، ترڅو دوښمن کمزوری او ازادي مو خوندي کړي وي.
ورته مهال نویو فارغانو ژمنه وکړه چې د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتو دي. دفاع وزارت تر دې دمخه هم په لسګونو زرو ځوان منسوبین روزلي او د هیواد دفاع ته یې چمتو کړي دي.